ننګرهار کې سږ کال په څه باندې څلور زره هکټاره ځمکه پیاز کرل شوي، چې د اټکل له مخې به له ۶۶ زره ټنه زیات حاصل ورکړي. د دغه ولایت کروندګر سږ کال د پيازو له حاصلاتو خوښ دي. دوی زیاتوي سږ یې حاصلات زیات شوي خو له سوداګرو چې هېواد ته پياز راواردوي غوښتنه کوي، چې په دې وخت کې دې واردات کم کړي تر څو دوی ته زیان ونه رسیږي. د دغه کښت په رسېدو سره څه باندې ۲۲ زره کسانو ته په لنډمهال ډول د کار زمینه برابره شوې ده. د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رییس وايي، په دې ولایت کې د تېر کال په پرتله سږ کال د پيازو کښت دوه چنده زیات شوی دی.