د اسیا ملتونو جام، فوټسال سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې د ګروپي سیالیو پړاو په وروستۍ لوبه کې بحرین ته ۳-۲ ماتې ورکړه او دویم پړاو ته یې لار پیدا کړه. د افغانستان او بحرین ترمنځ لوبه پرون دوشنبه د کابل پر وخت ماښام ۶:۳۰ بجې پیل شوې وه، افغانستان د سنجر، رضا حسین پور او مهران غلامي د ګولونو پر مټ بحرین ته ماتې ورکړه. افغان لوبډله به په منځلوبه کې د تاجکستان پر وړاندې سیالي ترسره کړي، که چیرته دا لوبه هم وګټي نو د فوټسال نړیوال جام ته به هم لار پیدا کړي. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د فوټسال اسیایي سیالیو منځلوبو ته لار پیدا کوي. د یادولو وړ ده، چې افغان لوبډلې په ګروپي پړاو کې له ایران ماتې خوړلې وه، کوېټ سره یې سیالي مساوي کړې وه او بحرین ته یې ماتې ورکړه.