نړیوال بانک په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې له افغانستان سره د ۸۴ مېلیون ډالرو مرسته کوي. په خبرپاڼه کې دغه راز لیکل شوي، چې د افغانستان د ټولنې د معیشت پروژې لپاره د نړۍوالې پراختیايي ټولنې له لوري ۸۴ مېلیونه ډالره ځانګړي شوي او دغه پیسې به هم د اقتصادي ناورین پر وړاندې د مبارزې، د معیشتي پروژو د تطبیق، له ښځو د ملاتړ، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او د راستنېدونکو افغانانو د ملاتړ په برخو کې ولګول شي. د اقتصاد وزارت بیا د نړۍوال بانک له دغو مرستو په هرکلي سره وايي، دغه ډول مرستې کولی شي د اقتصادي ودې سربېره خلکو ته د کاري زمینې د برابرېدو په موخه د پروژو د عملي کېدو په برخو کې ولګول شي.