د پاکستان په ګلګیت بلتستان سیمه کې نن سهار د یوه بس چپه کېدو په پېښه کې د درې ښځو په ګډون لږه تر لږه شل کسان مړه شوي او ۲۱ کسان ټپیان دي. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه بس له راولپېنډۍ، ګلګیت بلتستان سیمې ته په سفر و او وروسته تر هغې نسکور شو چې چلوونکي د بس کنټرول له لاسه ورکړ.