طالبانو یو ځل بیا ویلي چې افغان حکومت په رسمیت نه پېژني او بین الافغاني مذاکرات به هم له افغاني جهتونو سره کېږي. طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په دې وروستیو کې افغان حکومت د سولې په اړه ډول ډول پروپاګنډې خپروي. ددوی په خبره افغان حکومت داسې انګیري چې ګواکي طالبان له دوی سره مخامخ خبرې کوي، خو طالبان دغه حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې به هم یوازې له افغاني سیاسي جهتونو سره کېږي. طالبانو همدا راز د زندانیانو په اړه د افغان حکومت څرګندونې رد کړې دي او وایي زندانیانو یې په هېڅ ډول جنایي جرمونو یا د مخدره توکو په قاچاق کې لاس نه دی لرلی. طالبانو ټینګار کړی چې خبرو ته تیار دي، خو هغه خبرو ته چې د دوحې په هوکړه کې یې یادونه شوې ده او له افغاني جهتونو سره مخ ته ځي. طالبانو داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې افغان حکومت یې پرون تر اتیا ډېر زندانیان خوشي کړل او ټاکل شوې چې نږدې ورځو کې بین الافغاني خبرې هم پيل شي.