د عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د نشه يي بوټو ترڅنګ د کیمياوي نشه يي توکو استعمال هم مخ په ډېرېدو دی. اوس اکثره معتادين د هيروئينو، ښيښيي او نشه يي ګوليو نشې کوي. نړيوال روغتيايي سازمان خبرداری ورکوي چې د نشه يي ګوليو ډېر استعمال په يوه لوی صحي ناورين اوښتی دی. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې ويلي چې د دوی د اټکل له مخې دا مهال په نړۍ کې د معتادينو شمېر تر ۵۰۰ ميليونو اوښتی دی. د کیمياوي نشه يي توکو د استعمال په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې د افغانستان او ملګرو ملتونو د ګډې څېړنې له مخې، په افغانستان کې په ۲۰۱۸ ميلادي کال کې د کیمياوي نشه يي توکو د استعمال له امله د تارياکو استعال کم شوی دی.