فنلنډ له افغانستان سره د مرستو را جلبولو لپاره نړيوال کنفرانس جوړوي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوی له افغان حکومت او ملګرو ملتونو سره يو ځای له افغانستان سره له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرستو جلبولو لپاره د روان ميلادي کال په نومبر مياشت کې په جينوا کې نړيوال کنفرانس جوړوي. دا په داسې حال کې ده چې پرون د جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل ماموريت د ناټو او غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د ۲۰۲۱ کال د مارچ تر مياشتې تمديد کړ.