د ۲۰۲۴ کال د موزیم نړیوالې ورځې په اړه د چین فعالیت د مې په ۱۸مه نېټه د شاان شي ولایت په شي ان ښار کې ترسره شو، دې نړیوالې ورځې د سږني فعاليت عنوان دا دی چې موزیمونه د تعلیم او څېړنې لپاره خدمتونه کوي.
د چین د تاریخي اثارو ادارې د یاد فعالیت د پرانیستنې په مراسمو کې شمېرې په ډاګه کړې چې له مخې یې، تېر کال د چین موزیمونو ۱۲۹۰ میلیونه نندارچیان راجلب کړي او بې ساری ریکارډ یې جوړ کړی دی.