د ایران حکومت، د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر او څلورو نورو کسانو د مړینې په مناسبت پنځه ورځنی ملي ماتم اعلان کړ. د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي پر خپله ټویټر پاڼه د یادې پېښې له امله، د ایران له خلکو سره خواخوږي ښودلې. د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.