د جرمني پارلمان د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د الماني ځواکونو د کار دوام ته مثبته رایه ورکړه. د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی مارک پوتزل وایي، د المان پارلمان د رایو په اکثریت دې ته رایه ورکړې چې الماني ځواکونه به تر ۲۰۲۱ز کال پورې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې فعالیت ته ادامه ورکوی. دده په خبره دا ښيي چې المان به هېڅکله د افغانستان خلک یوازې پرې نه ږدي او دلته له افغان حکومت سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي. دده په وینا دوی د سولې ملاتړي دي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې هم همکاري وکړي. جرمني تر دې وړاندې هم ژمنه کړې وه چې له افغان سولې سره به همکاري کوي او که اړتیا پېښه شي د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته هم تیار دي.