د ای پي ایل لیګ سیالیو په لړ کې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې په لومړۍ نیمه پایلوبه کې د حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار پیدا کړه. په دې نیمه پایلوبه کې حیدراباد لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۶۰ منډو هدف ورکړ او په ځواب کې کلکتې لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې د۲ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴م اور په څلورم توپ ترلاسه کړ او لوبه یې په ستر توپیر ۸ ویکټو وګټله. د کلکتې لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز هم د ښې ویکټ ساتنې ترڅنګ ۲۳ چټکې منډې جوړې کړې. دا چې حیدر اباد لوبډله د نمرو په جدول کې په دویم مقام کې وه؛ نو په دویمه نیمه پایلوبه کې هم د لوبېدو چانس لري. حیدراباد لوبډله به د راجستان او بنګلور لوبډلو ترمنځ د ګټونکې لوبډلې سره په دویمه نیمه پایلوبه کې مخامخ شي. د یادولو وړ ده، چې د ای پي ایل سیالیو پایلوبه د روانې مې میاشتې په ۲۶مه نېټه په چینای کې ترسره کیږي.