د ایران په پلازمېنه تهران کې زرګونه کسان د ولسمشر ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبدالهیان او یو شمېر نورو چارواکو د جنازې مراسمو ته راټول شوي دي. دغه مراسم نن د تهران ښار په مرکزي برخه او تهران پوهنتون کې پيل شوي چې د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي او سرپرست ولسمشر محمد مخبر ګډون په کې کړی دی. د ایران د ولسمشر په ګډون څو لوړپوړي چارواکي د تېرې یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هليکوپټرې د سقوط په پېښه کې ووژل شول. د راپور په اساس، د تهران اوسیدونکو تلیفوني پیغامونه ترلاسه کړي او ورڅخه غوښتل شوي چې د رئیسي په جنازه کې ګډون وکړي.