د سرپرست حکومت چارواکي وایي، چې د روان مالي کال ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي دي. د چارواکو په خبره د سږکال ملي بودیجه هم د تېرکال په څېر له کورنیو عوایدو تامین شوې ده. د سرپرست حکومت ویاند وایي، د روان کال بودیجه کې د تېرکال په پرتله لاډېر عادي او انکشافي برخو ته پام شوی. بودیجه د افغانستان له ملي عوایدو لاس ته راځي او بېرته مصرفېږي. سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې د بودیجې څومرهوالي په اړه له جزییاتو ورکولو پرته توشیح کوي. د چارو شنونکي تمه لري چې سرپرست حکومت د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو د روان کال بودیجه کې تر ډېره د هېواد پرمختیايي او اقتصادي زېرمو ته ډېر پام وکړي.