د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، د طالبانو پلمې سولې ته د یادې ډلې اراده څرګندوي. نوموړي چې نن یې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، طالبان سولې ته اراده نه لري له همدې امله بهانې کوي او د سولې بهیر ځنډوي. صدیقي زیاته کړې، که چېرته طالبان افغان حکومت په رسمیت نه پېژني نو خپل بندیان دې هم له دولته نه غواړي. د ولسمشر ویاند څرګنده کړې، د افغان حکومت د اقداماتو په پرتله طالبانو د سولې پروسې اسانتیا لپاره هیڅ هم نه دي کړي. هغه د خپلو خبرو پر دوام د طالب زندانیانو خلاصون لړۍ درېدو ته په اشارې ویلي، دا لړۍ له دې امله درېدلې ده چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او ورسره بندي د افغان حکومت زندانیان یې نه دي خوشې کړي. هغه زیاته کړې؛ که چېرته طالبان د افغان حکومت بندیان خوشې کړي نو د مذاکراتو پر وړاندې بل هیڅ خنډ نه پاتې کېږي.