د طالب بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د دې سبب شوی چې د سولې بین الافغاني خبرې پیل نه شي. ویل کېږي چې فرانسې او اسټرالیا د افغانستان او امریکا له دولتونو غوښتي چې هغه طالب بندیان خوشې نه کړي چې د دغو هېوادونو د ځواکونو او وګړو په وژلو کې ښکېل دي. د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکي حکمت الله حکمت او واحد فقري. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.