اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د ایران پوله ساتو ځواکونو په بلوچستان کې پر هغه موټر ډزې کړې، چې پاکستاني اتباع په کې سپاره وو. په راپور کې ویل شوي، چې د ډزو په پرونۍ پېښه کې ۴ پاکستانیان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. په بلوچستان کې یوه حکومتي مسوول صاحبزاده اسفند ویلي، دوی ته دا معلومات نهشته چې ایراني پولهساتو ولې پر پاکستاني اتباعو ډزې کړي. د ایران دولتي سرچینو هم تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې د ایران او پاکستان پوله ساتو ځواکونو سرحدي سیمه کې د قاچاق کوونکو او سخت دریځو ډلو د نیولو خبرونه ورکړي دي.