پاکستان د کرونا ویروس له پراختیا د مخنیوي په موخه ټول تعلیمي او تحصیلي بنسټونه تړلي دي. د پاکستان حکومت ویلي چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ثبت سره هممهاله یې دغه اقدام کړی دی. د پاکستان په سند ایالت او تفتان ښار کې د کرونا ګڼې پېښې ثبت شوې دي. تر اوسه د مثبتو پېښو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی او تر څلور زره کسان پورې کسان قرنطین شوي دي. پاکستان ددې تر څنګ له افغانستان او ایران سره خپلې ټولې پولې تړلې دي او پر تګ راتګ یې بندیز لګولی دی. پاکستاني حکومت پر عامه غونډو، ګڼه ګوڼو او ځینو ځانګړو محفلونو هم بندیز لګولی دی.