په پاکستان کې له کراچۍ څخه د کوټې پر لور روان بس، د بلوچستان په لسبېله کې اور اخیستی چې تر دې دمه په کې پنځه تنه مړه شوي او ۱۶ نور ټپیان دي. پاکستاني پولیسو ویلي، دغه پېښه د شپې په وروستیو کې شوې او د ځینو ټپیانو حالت یې نازک ښودلی. پولیس وايي، تر اوسه پورې د اور لګېدو لامل نه دی معلوم او څېړنې روانې دي چې څرګنده کړي دغه اور د څه له امله لګېدلی. ویل کیږي په دغه بس کې ۲۸ تنه سورلۍ ناستې وې. ځینې راپورونه وايي، چې په دغه اور کې لا هم ځينې سورلۍ بندې پاتې دي خو پولیسو لا دا خبره نه ده تایید کړې. ځايي پولیس وايي، سیمې ته د ژغورنې ډلې رسېدلې دي او د اور وژنې او ټپیانو لېږدولو هڅې روانې دي.