وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په کونړ ولایت کې د داعش ډلې د بشپړې ماتې ادعا کړې ده. دوی وایي، چې د کونړ په ټولو ولسوالیو کې یې د دې ډلې پرضد عملیات کړي چې په پایله کې یې دغه ډله له منځه وړل شوې او ۱۰۸ جنګیالي یې دوی ته تسلیم شوي دي. طالبان زیاتوي، د داعش پرضد د عملیاتو پرمهال د دوی ۱۸۱ جنګیالي وژل شوي او ۱۹۵ نور ټپیان شوي دي. دوی ویلي چې د داعش ډلې ۱۸ مرکزونه یې له منځه وړی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات یې لاس ته ورغلي دي. د یادونې ده چې امریکایي جنرال کیت مکینزي د امریکا کانګرس دفاعي کمیټې ته ویلي، د افغانستان ختیځ کې یې تیرو څو میاشتو کې څو ځله له طالبانو سره مرسته کړې ترڅو د داعش پر ضد غښتلي عملیات وکړي، مکینزي ویلي دا مرستې په دوحه کې له شوي تړون وروسته لا پراخیږي.