د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وایي، دوی ځان په سیاسي ستونزو کې نه ښکېلوي. نوموړي نن په کابل کې د حساب ورکونې په نامه یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي، سیاسي مشران خپلې ستونزې په خپله حل کوي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، پولیس په خپلو چارو کې هیڅ شخصي او سیاسي چلند نه کوي ځکه چې په وینا یې د دوی دنده د خلکو ساتنه ده، نه په سیاسي ستونزو کې ښکېلتیا. نوموړي د طالب زندانیانو خوشې کېدو ته په اشارې ویلي، چې تر نن غرمې پورې هیڅ طالب بندي نه دی خوشې شوی او په دې اړه د حکومت ټاکل شوی پلاوی خپلې چارې پر مخ بیایي.