د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د هېواد د نفتي توکو له اړخه ۱۰ تر ۱۵ سلنه اړتیا د امو نفتي حوزې له قشقري بلاک څخه تامینیږي او پاتې نور هغه یې له ګاونډيو او د سیمې له هېوادونو واردېږي. په ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د هېواد پر نفتي کانونو پانګونې ته په نغوتې سره وايي، چې دمګړۍ د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت نفتي توکي هېواد ته واردېږي. د کانونو او پټرولیم وزارت د شمېرو له مخې افغانستان څه باندې دوه سوه زره کیلو متره مربع سیمه کې نفتي او د ګازو سرچینې لري، او دمګړۍ د امو نفتي حوزې په قشقري بلاک کې د نفتو را ایستل روان دي او د هرات نفتي حوزه د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې لپاره داوطلبۍ ته وړاندې شوې ده.