د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې نن سهار د خیبر پښتونخوا په لکي مروت ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې د پاکستاني پوځ یو موټر الوځولی چې له امله شپږ پوځیان وژل شوي دي. ويل کیږي له چاودنې وروسته جګړه هم شوې چې په پایله کې یې یو عسکر ټپي هم دی. پاکستاني رسنیو د پوځ د ځينو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د لکي مروت ولسوالۍ په سلطان خیلو کچي کمر سیمه کې د پاکستان پوځ پر یوه کاروان برید شوی چې لومړی یو ګاډی د سړک غاړې په ماین الووځول شوی او وروسته پرې له څو خواو جګړه شوې چې له امله شپږ تنه پوځیان وژل شوي او بل ټپي دی. تر اوسه پورې د دغه برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.