د هرات د بوټانو او بټوې ګنډلو د اتحادیې مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې له کورنیو محصولاتو سره د بلدتیا او زیاتوالي په موخه د عید بازار په نوم نندارتون جوړ شو. د هرات مرستیال والي د یاد نندارتون د پرانیستلو پرمهال وویل، په دغه نندارتون کې د هرات کورني محصولات نندارې ته وړاندې شوي او اسلامي امارت په هره برخه کې له صنعت کارانو سره همکاري کوي. ده زیاته کړه، د مالیې وزارت او د ولایتونو د ګمرکونو ریاستونه دې ته چمتو دي چې په ورته محصولاتو ګمرکي تعرفې زیاتې کړي او موږ له صنعتکارانو څخه غواړو چې د ورته توکو د واردولو د مخنیوي په خاطر باید با کیفیته توکي بازارته وړاندې کړي.