په کابل کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د افغانستان پر سیاسي رهبرانو غږ کړی دی چې خپلې ستونزې حل او یو جوړجاړی دې وکړي. نوموړي نن پر خپل ټویټر باندې په خپاره کړي ویډیویي پیغام کې ویلي، د افغانستان سیاسي رهبران دې د سولې لپاره سره یو موټی شي او له دې فرصته دې پوره ګټه واخلي. نوموړي زیاته کړې هماغسې چې نړۍ د کورونا وېرس له بحران سره مخ ده، په افغانستان کې هم یو سیاسي بحران روان دی. د یادونې ده چې د تېرې دوشنبې په ورځ ولسمشر غني او عبدالله عبدالله دواړو په جلا جلا ډول لوړې وکړې. د لوړې تر مراسمو وروسته ولسمشر غني د یو فرمان په ترڅ کې اجراییه ریاست لغوه کړ او عبدالله عبدالله بیا ولسمشر غني ته د پخواني ولسمشر کلمه وکاروله او ویې ویل چې له دې وروسته د نوموړي احکام او فرمانونه د باور وړ نه دي.