د اناتولي خبري آژانس د راپور له مخې د لوی اختر د رارسېدو په درشل کې د ترکیې دیني چارو بنسټ خبر ورکړی، چې په افغانستان کې به پر اړمنو د قربانۍ ۱۳ زرو او ۳۰۰ څارویو غوښې ووېشي. په افغانستان کې د دغه بنسټ همغږي کوونکي اورهان فیصل باشاران ویلي، چې د څارویو د ټاکلو پړاو د روغتیايي او دیني معیارونو په پام کې نیولو سره کېږي. اورهان زیاته کړې، ټاکلې ده چې د دغو قربانیو له ډلې ۵۵۰ یې په کابل، ۳۵۰ یې په هرات او د قربانۍ لپاره د زرو څارویو غوښې په مزارشریف کې ووېشل شي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د لوی اختر په رارسېدو، زرګونه کورنۍ له اقتصادي ستونزو کړېږي.