د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د ښار اړوند له بادام باغ څخه د پل تخنیک غره تر لمنې د نوي سړک د دویمې برخې د پخېدو چارې بشپړې او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوی دی. د مالوماتو له مخې دغه سړک، چې ۴مه، ۵مه، او او ۱۰مه ناحیه یو له بل سره نښلوي، تېر کال یې د ۹۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲۰ مترو په سور سره د لښتیو، پلو لارو، ګلدانونو او استنادي دېوالونو په ګډون د جوړولو چارې پیل شوې وې. د مسوولینو په خبره اوسمهال د یاد سړک د پلو لارو او نورو برخو جوړولو چارې روانې دي، چې هغه به هم ډېر ژر بشپړې شي.