پاکستان یو ځل بیا ادعا کړې چې د افغان حکومت استخباراتي کړۍ او هندي استخبارات له پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. د پاکستاني چارواکو په خبره د پاکستان د طالبانو بېلو ډلو په کونړ او ځینو ولایتونو کې غونډې درلودې او دوی سره یو ځای شوي چې ښايي په پاکستان کې ستر امنیتي ګواښونه جوړ کړي. پاکستان وایي له دغه ډلو افغان حکومت او د هند استخبارات ملاتړ کوي. ملي دفاع وزارت بیا تر دې وړاندې د پاکستاني حکومت هغه ادعا رد کړې وه چې ویلي وو افغان حکومت د پاکستاني طالبانو ملاتړ کوي. افغان حکومت وایي د ترهګرو د ملاتړ سابقه پاکستان لري او اوس هم په همدې ترهګریزو فعالیتونو کې ښکېل دی نو ښه به وي چې له دغه پدیدې د خپلو موخو لپاره استفاده و نه کړي.