د پاکستان په پنجاب کې پولیس وايي چې په فیصلاباد ښار کې د کمپیوټر بټرۍ د چاودنې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان دي. پاکستاني رسنیو د ژغورونکې ډلې له قوله ویلي چې د بټرۍ چاودېدو وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې چې پرمهال یې د یادې کورنۍ دوه غړي وژل شوي او اووه نور ټپیان شوې دي. ژغورونکې ډلې ویلي چې پېښه کې ورور او خور خپل ژوند له لاسه ورکړی او نور اووه کسان ۵۰ تر ۶۰سلنه سوځېدلې دي. په ټپیانو کې پنځه ماشومان او دوه مېرمنې شاملې دي.