د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، روان هجري لمریز کال کې په هېواد کې په بېلابېلو سکټورونو کې ۱۲۱ کارخونې جوړې شوې دي. د دغه وزارت ویاند، اخندزاده عبدالسلام جواد وایي، دغه موده کې ۲۱۷ تولیدي ماشینونه هم هېواد ته راوړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ۶۱۴ کارخونې جوړې شوې وې او یو زر او ۹۸ ماشینونه هم هېواد ته وارد شوي وو. دا د پانګونې او کورني تولید زیاتوالی ښیي. د چارو ځينې شنونکي له صنعتکارانو له ملاتړ سربېره وايي، د افغانستان د اړتیا وړ ډېری توکي له همدې تولیدي کارخونو برابرېږي. د صنایعو او کانونو خونه هم وایي، که په هېواد کې صنعتکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي، کورنی صنعت به د پام وړ وده وکړي.