پاکستاني چارواکي وايي، په خیبر پښتونخوا کې د سړک غاړې په بمي چاودنه کې چې د امنیتي ځواکونو د کتار د تېرېدو پر مهال وشوه، له امله یې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي. دغه پېښه د جمعې په ورځ ناوخته ډیورند کرښې ته څېرمه په کورمې ولسوالۍ کې شوې. د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د چاودنې په سیمه کې یې د پلټنې عملیات پيل کړي چې هلته شته ترهګر له منځه یوسي او د دغې پېښې ترسره کوونکي د قانون منګولو ته وسپاري. تر دې مهاله هیچا او هیڅ کومې ډلې د دغې چاودنې پړه نه ده منلې.