د اوکراین د برېښنا ملي شبکې «یوکرین رهو» نن خبر ورکړ چې روسیې د اوکراین د برېښنا پر تاسیساتو تېره شپه یوځل بیا پراخ بریدونه ترسره کړي دي. د «یوکرین رهو» په وینا، دا په تېرو درېیو میاشتو کې اتم لوی برید دی چې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو ترسره کېږي. «یوکرین رهو» په یوه بیان کې چې د ټیلګرام له لارې یې خپور کړی، ویلي چې د تېرې شپې د برید له امله چې په زاپروژیا او لفیف سیمو کې شوی، د انرژي د لېږد سیستمونه او وسایل زیانمن شوي دي. د بیان له مخې، په زاپروژيا کې دوه مامورین ټپيان شوي چې په روغتون کې بستر شوي دي. د روسیې دفاع وزات تر اوسه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي.