د شل اوریز نړیوال جام ۸ غوره لوبډلو پړاو کې هند د ۲۴ منډو په توپیر اسټرالیا ته ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه. په دې لوبه کې هندۍ لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۲۰۶ منډو هدف ورکړی و، په ځواب کې یې اسټرالیا د ۷ لوبغاړو تر سوځېدو سره په ۲۰ اورونو کې ۱۸۱ منډې جوړېکړې. د لوبې غوره لوبغاړی روهیت شرما شو، چې په ۴۱ توپونو یې ۹۲ منډې جوړې کړې. د یادولو وړ ده، چې تردې دمه نیمه پایلوبو ته سوت افریقا، انګلستان او دغه راز هندوستان لار موندلې ده. که چیرته افغانستان بنګله دیش ته ماتې ورکړي، نو د څلورمې لوبډلې په توګه به نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي.