د امريکا ولسمشرۍ ته د ډېموکراټ ګوند نوماند جو بايډن او د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاين پر مهال د جون په ۲۷مه ټاکنیزه مناظره کوي. يو شمېر رسنيو خبر ورکړ، چې د ۲۰۲۴ کال د امريکا ولسمشرۍ چوکۍ ته د دې دواړو نوماندانو ترمنځ مناظره به د سي اين اين ټلویزيون له لوري د ۹۰ دقيقو لپاره مخ ته يوړول شي. دواړو نوماندانو په دې مناظره کې د ګډون لپاره چمتوالی ښودلی دی. جوبايډن او ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې دوه ځلي په مناظرو کې د بحث لپاره سره مخ شوي وو. د امريکا د ولسمشرۍ ټاکنې به د ۲۰۲۴ کال په نومبر مياشت کې تر سره شي او دواړه نوماندان به د ګټلو لپاره خپل کمپاينونه مخ ته وړي.