د پاکستان د کراچۍ ملکي روغتون وايي، په دغه روغتون کې د سختې ګرمۍ له امله ۸ تنه ناروغان مړه شوي دي. د دغه روغتون د چارواکو په وینا، له ګرمۍ څخه اغېزمن شوي شاوخوا ۴۵ ناروغان دغه روغتون ته لېږدول شوي وو. دغه چارواکي زیاتوي، مړه شوي ناروغان په شکرې او د وینې پر لوړ فشار او نورو ناروغیو اخته وو. په کراچۍ کې د هواپوهنې ادارې ویلي، چې راتلونکو دوو ورځو لپاره بیا د سختې ګرمۍ وړاندوينه شوې ده. روغتیايي کارپوهانو ښاریانو ته لارښوونه کړې، چې په لمر کې دې له کوره نه وځي او اوبه دې زیاتې وڅښي. د راپورونو له مخې، د ښار له بېلا بېلو سيمو څخه په نشهيي توکو د روږدو اوو تنو مړي موندل شوي او په تېرو دوو ورځو کې په کراچۍ کې په نشهيي توکو ١٧ روږدي کسان مړه شوي دي.