د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې تکړه توپ وهونکي ډیویډ وارنر له ۲۰ اوریز نړیوال جام څخه د اسټرالیا له وتلو وروسته استعفا وکړه. وارنر له هغه وروسته له نړیوالو لوبو سره مخه ښه وکړه، چې لوبډله یې له ۲۰ اوریز نړیوال جام څخه ویستل شوه. د اسټرلیا ملي لوبډله له هغه وروسته، چې نن سهار افغانستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه او د خپلو لوبو په تاریخ کې یې د لومړي ځل لپاره د ۲۰ اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله؛ د دې لوبو له لړه ووتله.