د پاکستان په کراچۍ ښار کې په تېرو درېیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له امله ۳۶ کسان مړه شوي. د راپورنو له مخې په دغه ښار کې د برېښنا پارچاوي هم تر ساعتونو اوښتې چې ان کله په ورځ کې تر لسو ساعتونو رسیږي. په کراچۍ کې د چهپا او ایدهي په نومونو د خیریه بنسټونو چارواکو ویلي چې یوازې پرون په دغه ښار کې د سختې ګرمۍ له امله ۱۱ تنه مړه شوي دي. د دغو کسانو مړي د کراچۍ په بېلابېلو سيمو کې موندل شوي او د ځينو هويت لا هم نه دی څرګند شوی. د کراچۍ په منګهوپیر سیمه کې د سردارخان په نوم یوه افغان کډوال ویلي، چې د ډیرې ګرمۍ له امله یې وړمه ورځ دوه ګاونډیان مړه شوي چې یوه په کې ښځه وه. هغه وايي، د کراچۍ په ګڼ مېشتي ښار کې چې ګرمۍ کې برېښنا نه وي نو د ده په خبره د ډېرو نورو خلکو د مړېنې امکان هم شته.