د ملګرو ملتونو د ماشومان د ملاتړ صندوق په هرات کې د زلزله ځپلو ښوونځیو په بیا رغونه او د دې ولایت خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په برخو کې مرستې کوي. دا خبرې پرون د هرات والي نور احمد اسلام جار او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق مشر ډاکتر تاج الدین اویوالي ترمنځ شوي دي. اسلام جار د ماشومانو د ملاتړ صندوق له هغوو مرستو هم مننه کړې چې د کهسان ولسوالۍ خلکو ته د پاکو اوبو خدمتونه برابر کړي. تېر کال په هرات کې پرلهپسې زلزلو په سلګونه کسان مړه او په زرګونه نور بې کوره کړل. دې زلزلې د کورونو سربېره ډېر شمېر ښوونځي هم ویجاړ کړي وو.