په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې نن سهار پیل شوې. په یوه هوايي پېښه کې د پخواني ولسمشر ابراهیم رییسي تر مړینې وروسته په ایران کې له وخت مخکې ټاکنې ترسره کېږي. د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره څلور کاندیدان سره سیالي کوي چې دغه ټول کسان د ایران د نظام له خوا تایید شوي دي. تمه ده چې په ټاکنو کې د ایران د خلکو د ګډون کچه به ټیټه وي او شاوخوا ۵۰ سلنه خلک به په ټاکنو کې برخه واخلي. په ایران کې ولسمشریزې ټاکنې په داسې حال کې کېږي چې د سیاسي بندیانو په ګډون د رژیم یو شمېر مخالفانو د بایکاټ غږ کړی او ویلي یې دي چې دا ټاکنې به د ایران په سیاسي وضعیت کې کوم بدلون راولي.