د سنځل ګل کلنۍ دودیزه مشاعره، چې د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست له خوا د پل علم ښار په فوټبال سټډیوم کې جوړه شوې وه، په کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر او یو شمېر نورو مسوولینو, د هېواد په کچه مشهورو شاعرانو، ادیبانو او د شعر او ادب زرګونو مینه والو ګډون کړی وو. د مشاعرې په لړ کې د هېواد په کچه مشهورو شاعرانو او ترانه ویونکو خپل ترتیب کړي شعرونه، نظمونه او غزلونه له ګډونوالو سره شریک کړل.