د بغلان او بدخشان امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ په ملایانو سیمه کې د یوې سراچه ډوله او مازدا موټر د ټکر له امله ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي. د ولایتي مسوولینو ویلي، چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. ورته مهال د بدخشان ولایت په خواهان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۳ تنه مړه شوي دي. د یادو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.