په بغلان او بدخشان ولایتونو کې یو ځل بیا سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. نن سهار د بغلان په ګذرګاه نور او د بدخشان په شهدا ولسوالیو کې یو ځل بیا ویجاړوونکو سېلابونو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. په یادو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله كورونه، كرنيزې ځمكې او کانالونه ویجاړ شوي خو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. له بل پلوه د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې هم وړمه ورځ سېلابونو د دوو کورنیو ۷ غړي مړه کړي او لس نور تري تم دي.