نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یوې امریکایي نشریې له قوله په امریکا کې د کرونا ویروس له امله تر ۱.۷ میلیون د ډېرو کسانو د مرګ وړاندوینه کړې ده. د راپور له مخې، په متحده ایالاتو کې د کنټرول مرکزونو، د پوهنتونونو استادانو او یو شمېر نورو اړوندو کارکوونکو د کرونا ویروس د احتمالي ګواښونو په اړه یوه غونډه رابللې وه چې هغوی هم په دغه هېواد کې د کرونا ناروغي له امله د ۱.۷ میلیونه وګړو د مړینې خبر رد کړی نه دی. د راپور پر بنسټ ښایي په یو کال کې په متحده ایالاتو کې پر دې ناروغۍ له ۱۶۰ تر ۲۱۴ میلیون پورې کسان اخته شي، ځکه چې د متخصصینو په خبره امریکا یو ګڼ میشتی هېواد دی او له همدې امله پکې د کرونا ویروس مخنیوي چارې په اسانۍ نشي ترسره کېدلی. د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په امریکا کې د کرونا له امله ۴۸ کسان مړه او تر ۲۱۰۰ ډېر کسان ورباندې اخته شوي دي.