د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې ازبکستاني پانګوال غواړي، په افغانستان کې د ډبرو سکرو د کانونو په سکټور کې پانګونه ترسره کړي او همداراز هڅه کوي، چې له افغانستان څخه پروسس کړي د ډبرو سکاره ازبکستان ته صادر کړي. د کانونو وزارت مسوولین وايي، چې په دې هکله له ازبکستاني لوري سره خبرې روانې دي، خو لا تر اوسه په لومړنیو مواردو کې پرمختګونه شته خو چارې لا هم د تړون تر بریده نه دي رسېدلي. د کانونو وزارت مسوولینو په وینا افغانستان د ډبرو سکرو لوی کانونه لري، چې کولی شي، په پراخه پیمانه د ډبرو سکرو صادرات ترسره کړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین هم وايي، چې د ازبکستان په شمول له ټولې مرکزي اسیا سره د اقتصادي فعالیتونو او د ګډې پانګونې د پراختیا په برخو کې ظرفیتونه شته، نو باید له دې ظرفیتونو څخه عملي استفاده پيل شي.