د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۲ زره او ۵۹۵ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت کړی دی. یاده اداره زیاتوي، چې ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمروز ولایت، تورخم، حیرتان بندرونو او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي. د یادې ادارې په وینا؛ هېواد ته د بهرنیو وګړو له ډلې څخه یې یو شمېر د سیاحت او یو شمېر نور یې د کار په موخه راغلي دي.