د سمنګانو امنیتي مسوولینو د سمنګان – بلخ پرلویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو خبرورکړی دی. د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ د ترافیکو مدیر محمد نذیرسعد ویلي چې نن سهار د سمنګان – بلخ پرلویه لاره په دلخک سیمه کې د دوو موټرو ترمنځ ترافیکي پېښه کې یوماشوم مړ او د ۲ ښځو په ګډون ۶ تنه نورټپیان شوي دي. په ورته وخت کې د ولایتي روغتون آمر متخصص سید عثمان حمیدي دغه پېښه تاییده کړې او ویلي یې دي، چې د پېښې ټپیان د ډاکترانو تردرملنې لاندې دي. د یادې پېښې لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.