د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه نن ورځ د ملګرو ملتونو په کوربتوب د څه باندې ۳۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په دوحه کې جوړېږي. د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټېفین دوجاریک په یوې خبري غونډه کې ویلي چې، د افغانستان د سرپرست حکومت به، د روانې اوونۍ د یکشنبې او دوشنبې په ورځو به د هېوادونو او بنسټونو له ځانګړو استازو سره خبرې اترې وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې د سرپرست حکومت د مرکزي ویاند په مشرۍ په یاده ناسته کې د ګډون په موخه پلاوی قطر ته تللی دی.