د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي، چې په ورځني ډول له ایران، پاکستان، سعودي عربستان، هند، اوزبکستان، روسیې، عربي متحده ایالاتو، کویټ، قطر، چین او ترکیې څخه هېواد ته په مستقیم ډول الوتنې ترسره کیږي. د دې وزارت ویاند همدارنګه زیاتوي، چې د هېواد ټول هوايي ډګرونه په ځانګړې توګه نړۍوال میدانونه په نړۍوالو معیارونو او پرمختللو وسایلو سمبال دي، او د هېواد هوايي ډګرونه د افغانانو له لوري کنټرول او مدیریت کېږي.