د هند کرکټ ملي لوبډلې دوو پیاوړو لوبغاړو روهېت شرما او ویراتکولي د ۲۰۲۴ کال شلاوریز نړیوال جام له ګټلو وروسته له نړیوالو شلاوریزو سیالیو سره مخه وکړه. ۳۷ کلن روهېتشرما په ۲۰۱۳ کال کې نړیوال شلاوریز کرېکټ پیل کړ، چې په خپله ټوله لوبیزه دوره کې یې په ۱۵۹ لوبو کې ګډون وکړ او د ۵ سلیزو او ۳۲ پنځوسیزو پر مټ یې ۴۲۳۱ منډې په خپل نوم ثبت کړې. ۳۵ کلن ویراتکولي بیا په ۲۰۱۱ کال کې د شلاوریزو نړیوالو لوبو ډګر ته ښکته شو، چې په خپله ۱۴ کلنه لوبیزه دوره کې یې ټولې ۱۲۵ نړیوالې لوبې وکړې او د یوې سلیزې او ۳۸ پنځوسیزو په ملتیا یې ټولټال ۴۱۸۸ منډې په خپل نوم کړې.