په خوست کې یو شمېرکروندګر وایي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د هندواڼو حاصلاتو ښه وده کړې ده. دوی وایې چې ځمکې یې تر ډېره حاصل خیزې دي او که اړونده مسوولین یې ورته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي حاصل به یې له دې هم ډېر او عواید به یې زیات شي. بلخوا د خوست ولایت د کرنې ریاست د ترویج مدیر ولي نور وايي، د کرنیز سیستم د پياوړي کولو لپاره تر بل هر وخته کوټلي ګامونه پورته شوي او هڅه یې دا ده چې په یاده برخه کې پرمختګونه رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې په خوست کې تر ۶۵۰ جریبه ځمکه باندې هندواڼې کرل شوې دي. د کروندګرو په خبره د تېر کال په پرتله یې په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.