چين د جون په ۲۹مه نېټه د ون چانګ د فضانوردۍ د سپوږمکي توغولو په ډګر کې د CZـ۷م لېږدونکي راکټ له لارې په برياليتوب سره د چينا ساټ درې اې (China Sat 3A) سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله او دغه سپوږمکۍ په سالمه توګه ټاکلي مدار ته داخله شوې ده.
دغه سپوږمکۍ د مخابراتي بروډکسټينګ سپوږمکۍ ده، چې مشترانو ته د اواز، ډجيټل او راډيويي او ټلويزيوني سيګنال د ليږلو خدمتونه برابرولی شي.
دا د CZ لړ وړونکو راکټونو ۵۲۶م ځل الوتنه ده.